د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حجت الاسلام والمسلمين محسن قرائتی د ويناوو يوه برخه داسې ده: په اسلام كښې تقاعد او كور ناستې توب نه لرو، په دې باب ګڼ شمير آيتونه او روايتونه موجود دی. هغه څه چې تاسو تقاعد كوی د قرارداد يا تړون په وجه دی ګنی نو په اسلام كښې په كور كښې ناسته او فارغ التحصيلی هم نشته ځكه چې تحصيل او زده كړه داسې څيز نه دی چې سړی ورڅخه فارغ شی.
قران كښې (فراغ) ټكی راغلی دی، فرمائی «فَإِذا فَرَغْتَ فَانْصَبْ» يعنې په يو نوی كار لاس پورې كړه، البته دغه نوی كار هم په كار دی ګټه ور وی. د انسان ټول كارونه بايد ګټه ور وی او بې فايدې دې نه وی. مثلا كه مخ لاس وينځې نو د وضو او چار اندام اراده وكړه چې دغه اوبه چې ته استعمالوې په خپل تيت سره ئې دغه استعمال ګټه ور كړه. همداشان كه په اختر كښې د خپل خپلوانو ليدو كتو ته ځئ نو مخكښې د غريبو خپلوانو كره لاړ شئ. شماره خبر :765499