IQNA

كاظـم صديقی: امريكا او لويدیځ د سيمې له پاڅونونو ناوړه استفاده كول غواړی ‏

15:57 - March 25, 2011
د خبر لمبر: 2097984
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب په جهاد اقتصادی كال كښې په بيلابيلو ډګرونو كښې د ‏ځان بسيانې لپاره د ايران د خلكو او مسولانو په هڅې ټينګار وكړ.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه د خطبې خطيب حجت ‏الاسلام كاظم صديقی په نوی كال كښې دې ته په اشارې سره چې د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا لله ‏العظمی خامنه ای روان هجری لمريز كال جهاد اقتصادی كال نومولی دی وويل د دغه پلان اجرا د اسلامی نظام د ‏دښمانانو د دسيسو په وړاندې د دريدا او د ځان بسيانې سبب ده.‏
ښاغلی صديقې په دې خبرې سره چې د سب سیډيانو هدفمن كول د ملی شتمنيو د مناسب ويش لپاره ستر پلان ‏دی وويل د ايران خلك او حكومت بايد د دغه پلان د نتيجې وركولو لپاره هڅه وكړی.‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی كاظم صديقی په دوام كښې د نانو ټيكنالوژۍ او د اټومی پوهې په شمول ‏په بيلابيلو علمی ډګرونو كښې د ايران د ځواناانو ساينس پوهانو پرمختګ له اهميته ډك وباله.‏
د تهران د جمعې امام دغه راز د مصر او تيونس په شمول د افريقا په شمال كښې وروستيو بدلونونو ته په ‏اشارې سره په دغو ولسی او انقلابی حركتونو كښې د ايران د اسلامی انقلاب اغيز روښانه وباله او ویې ويل له دغو ‏حركتونو د ناوړه استفادې لپاره د امريكا او لويدیځوح حكومتونو دسيسو ماته خوړلی ده.‏
‏766114‏
captcha