د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی امير كلالی د نوروز په هكله وويل چې نورو ز د يووالی نخښه ده وګوره چې څرنګه ځمكې ځان د ژمی سوړ مرګ ته سپارلی او د سپرلی په نازوونكو لاسونه له خوبه راویښیږی او زرغونیږی. نو ته ولې زرغون نه یې؟ ګل او بلبل ، باغ او بڼ او ونه او چمن وګوره عمر لنډ دی او تيريدونكی، او اوس دادی ستا د غوړيدو وار دی.
سپرلی د خدای سوچه عطر دی نو ته هم د هغه ذات چې د مخلوقاتو چورليز دی هركلی ته ورشه دزړ ه خونه دې اباده او جارو كړه چې نوی موسم په لاره دی.
عزيزانو ژمی د بندی دانو موسم دی هغه دانې چې د ژمی په خوب ودې وی او لا د ژوند د عظمت په تماشا نه وی ولاړې . واروې ويلې شی او وریځې ګرمه سا واخلی. او دا يخې دانې وروورو سترګې پرانيزی له جسمونو ازادې شی او له خاورو سرونه راپورته كړی.
نو سپرلی انسان ته دخدای يو فرصت دی چې په دې وسيله ځان وپيزنی او دهدفمن ژوند په لور ګام واخلی، او نور د غفلت له خوبه ویښ شی او دخدای په لارې كې ګام پورته كړی ، ځكه چې ژوند تيریږی او بيا به افسوس كوو.
762306