IQNA

آيا‎ ‎د‎ ‎پاكستان د پاره چنار مظلوم خلك د پاكستان ښاريز او د قران منوونكی نه دی

23:03 - March 26, 2011
د خبر لمبر: 2098155
سياسی ډله: د كورمې ايجنسۍ مشرانو خبرداری وركړ، كه حكومت له خپلو ښاريزو دفاع نشی كولی، نو مجبوره يو چې له نړيوالو ‏ټولنو مرسته وغواړو. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ډؤان ورځ پاڼې یې نقلوی چې پرون طالبانو اوځايی شرغواړو،د ‏كورمې دخلكو په دروفلاينګ كوچونو چې له پیښوره ، پاړه چنار ته روان وو،حمله وكړه،اويوګاډی ئې وسوځوه چې ديو شمير كسانو ‏د مرګ ژوبلې سبب شو.همداراز د درووړاړوګاډو مسافران چې ۴۵ تنه دی او ښځې او ماشومان هم پكې شته ، وتښتول.له دغو ‏كسانو اوه تنه چې ۵ښځې هم پكې دی خوشې شوی ، او نور غرنيو سيمو ته تښتول شوی دی.تر اوسه پورې يواځې د درو كسانو ‏مړی پاړه چنار ته رسيدلی دی.دغه حمله دحكومتی عسكروپه وړاندې وشوه اوله خپلې خوائې هیڅ غبرګون ونه ښوده.د فرورۍ په ۵ ‏نیټه دځايی طالبانو او كوزې او برې كورمې دخلكوترمينځ له شوی تړونه وروسته دااومه خلافورزی ده چې د دغوعواملو په لاس ‏كیږی.‏
له دې مخكې هم شپږځله دپاره چنار دطوری اوبنګښو قبايلوپرګاډودپیښورپه لاره كې څوڅوځله حملې شوی دی اود ‏ماشومانواوښځوپشمول په لسګونومسافران ئې وژلی اوټپيان كړی ډی اودغه رازدكوزې كورمې له مينګكو كلی ئې دوه ماشومان هم ‏تښتولی دی حكومت چې پخپله د معاهدې مينځګړی ؤ ، او په سيمې كې واكمنی كوی ، ددغوجنايتونواوغيرانسانی اقداماتو په وړاندې ‏یې په بشپړ ډول چپتيا غوره كړې ده ،دكورمې دمظلومو خلكودڅلوركلنې كلابندۍختمولوچې له څلورو كلونو وروسته ختمه شوې وه، ‏ديوشميرپّيلواوتالی څټوافراطيانوپه شيطنت اود پاكستان دمركزی اوځای حكومت په مرموزی چپتيا سره ئې زيات دوام ونه كړ . ‏
دكورمې دشيعيانواوسنيانودجرګې مشرملك وارث خان افريدی چې په دغې معاهدې كې ئې مهم رول لوبولی ، له مونږ سره په مركه ‏كې ويلی چې ددغوټولوجنايتونواوخلاف ورزيو مسئوليت دبګن اوسيدونكوته ګرځی . همداراز دپاره چناردجمعې لمانځه خطيب ‏مولانامحمدنواز عرفانی هم له مونږسره په مركه ووئيل مونږ له طالبانوګيله نه كووبلكې ددغوجنايتونومسئول دبګن اوسيدونكی ‏اوحكومت دی چې په تيرو څلورو كلونو كې مې هرڅومره پرې باور كړی دی خو دوی بيا هم په يوې ژمنې هم عمل نه دی كړی
‏766196‏
captcha