د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ډؤان ورځ پاڼې یې نقلوی چې پرون طالبانو اوځايی شرغواړو،د كورمې دخلكو په دروفلاينګ كوچونو چې له پیښوره ، پاړه چنار ته روان وو،حمله وكړه،اويوګاډی ئې وسوځوه چې ديو شمير كسانو د مرګ ژوبلې سبب شو.همداراز د درووړاړوګاډو مسافران چې ۴۵ تنه دی او ښځې او ماشومان هم پكې شته ، وتښتول.له دغو كسانو اوه تنه چې ۵ښځې هم پكې دی خوشې شوی ، او نور غرنيو سيمو ته تښتول شوی دی.تر اوسه پورې يواځې د درو كسانو مړی پاړه چنار ته رسيدلی دی.دغه حمله دحكومتی عسكروپه وړاندې وشوه اوله خپلې خوائې هیڅ غبرګون ونه ښوده.د فرورۍ په ۵ نیټه دځايی طالبانو او كوزې او برې كورمې دخلكوترمينځ له شوی تړونه وروسته دااومه خلافورزی ده چې د دغوعواملو په لاس كیږی.
له دې مخكې هم شپږځله دپاره چنار دطوری اوبنګښو قبايلوپرګاډودپیښورپه لاره كې څوڅوځله حملې شوی دی اود ماشومانواوښځوپشمول په لسګونومسافران ئې وژلی اوټپيان كړی ډی اودغه رازدكوزې كورمې له مينګكو كلی ئې دوه ماشومان هم تښتولی دی حكومت چې پخپله د معاهدې مينځګړی ؤ ، او په سيمې كې واكمنی كوی ، ددغوجنايتونواوغيرانسانی اقداماتو په وړاندې یې په بشپړ ډول چپتيا غوره كړې ده ،دكورمې دمظلومو خلكودڅلوركلنې كلابندۍختمولوچې له څلورو كلونو وروسته ختمه شوې وه، ديوشميرپّيلواوتالی څټوافراطيانوپه شيطنت اود پاكستان دمركزی اوځای حكومت په مرموزی چپتيا سره ئې زيات دوام ونه كړ .
دكورمې دشيعيانواوسنيانودجرګې مشرملك وارث خان افريدی چې په دغې معاهدې كې ئې مهم رول لوبولی ، له مونږ سره په مركه كې ويلی چې ددغوټولوجنايتونواوخلاف ورزيو مسئوليت دبګن اوسيدونكوته ګرځی . همداراز دپاره چناردجمعې لمانځه خطيب مولانامحمدنواز عرفانی هم له مونږسره په مركه ووئيل مونږ له طالبانوګيله نه كووبلكې ددغوجنايتونومسئول دبګن اوسيدونكی اوحكومت دی چې په تيرو څلورو كلونو كې مې هرڅومره پرې باور كړی دی خو دوی بيا هم په يوې ژمنې هم عمل نه دی كړی
766196