IQNA

نهج البلاغه نومې بين المللی كانفرنس په نجف اشرف كښې تر سره كیږی.

17:16 - March 28, 2011
د خبر لمبر: 2098601
بين المللی ډله: د نهج البلاغه په موضوع سره بين المللی كانفرنس پرون د وری د مياشتې په ٧ نیټه په نجف اشرف كښې پيل شو.
د الكوثر اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كوفې د تحقيقاتی موسسې مدير هادی التميمی په يوه مطبوعاتی مركه كښې په دې باب ووئيل: دغه كانفرنس د كوفې د تحقيقاتی موسسی او د بنيادی روزنو د پوهنځی په همكارۍ، د نهج البلاغه په محوريت سره تر سره كیږی.
په دغه كانفرنس كښې د ايران، مصر، الجزائر، بحرين او اردن له هيوادونو څخه يو شمير محققينو شتون لری.
په دغه كانفرنس كښې د نوموړو هيوادونو د محققينو نه علاوه يو شمير عراقی محققين هم موجود دی.
766221
captcha