IQNA

آيت اللہ العظمیٰ سيستانی سره د تركی لومړی وزير كتنه

12:01 - March 30, 2011
د خبر لمبر: 2099084
نړيواله ډله: د تركی لومړی وزيرښاغلی رجب طيب اردوغان نن د روانی مياشتی په نولسمی نیټې د نجف اشرف د سپیڅلی ښار كې د علی عليه السلام د زيارت كولو نه پس آيت اللہ العظمیٰ سيستانی سره وليدل او خبرې اترې یې وكړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری ويب پاڼې نون یې نقلوی چې د عراق د سركاری ويندویې ښاغلی علی الدباغ د دې خبر په بيانولو سره وويل چې د نجف اشرف په نړيوال هوايی ډګر باندې د تركی د لومړۍ وزير د هركلی لپاره خصوصی مراسم بندوبست شوی ؤ. دلته د نجف اشرف د محلی شوراګانو غړی ښاغلی "جواد الكر عاوی " په دې هكله وويل چې په دې هركلی مراسمو كې ګډؤن لپاره د حكومت ځينې مركزی او ولايتی شخصيتونه هم نجف اشرف ته راغلی دی.
د ويلو ده چې رجب طيب اردوغان پرون په اته ويشم مارچ يو ستر پلاوی سره عراق ته راغلی دی چې د تجارتو او اقتصادی پراختيا او دوه اړخيزې مسايل یې اصلی هدف دی او په بغداد كې یې ښاغلی نوری المالكی ګرم هركلې وكړ.
766916
captcha