IQNA

د تركیۍ وزيراعظم پرون د آيت الله العظمی سيستانی سره ملاقات وكړ.

14:39 - March 30, 2011
د خبر لمبر: 2099123
سياسی او ټولنيزه ډله: د تركیۍ وزيراعظم رجب طيب اردوغان پرون د وری په ٩ نیټه په نجف اشرف كښې د حضرت امام علی (ع) د پاك حرم د زيارت نه پس د آيت الله العظمی سيد علی سيستانی سره ليدنه او خبرې اترې وكړې.
د نون اطلاع رسونې دسائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د تركیۍ د څانګې د رپورټ له مخې: د عراق د دولت وياندوی علی الدباغ ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: د نجف اشرف په بين المللی هوائی ډګر كښې د تركیۍ د وزيراعظم د هركلی له پاره يو لړ خاص مراسم تر سره شول.
له بلې خوا د نجف اشرف د ولايتی شوری غړی جواد الكرعاوی په دې باب ووئيل: د نجف په هوائی ډګر كښې د رجب طيب اردوغان د هركلی په مراسمو كښې يو شمير حكومتی او ولايتی چارواكو شتون درلود.
د وئيلو وړ ده چې رجب طيب اردوغان وړمه ورځ د دوو اړخيزو مسايلو او د عراق سره د سوداګرۍ او اقتصادی اړيكو د پراختيا په هكله د بحث او خبرو اترو له پاره د يو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ دغه هيواد ته تللی چې د عراق د وزيراعظم نوری المالكی له هركلی سره مخامخ شو.
:766990
captcha