د «arabianbusiness»، د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عربستان د امر بالمعروف اونهی عن المنكر د انجمن غړيو ددغه هيواد په طائف ولايت كښې د خزلې د يو ډيری له مينځه د قرآن كريم د څه دپاسه ٢٠٠ نسخو د كشفيدو خبر وركړ چې ددغه خبر خپريدو، ددغه هيواد د خلكو قهر او غوصه راوپاروله،
په طائف ولايت كښې د امر بالمعروف اونهی عن المنكر د انجمن يو غړی د قرآن پاك دغه نسخې د طائف د سيمې په يو ابتدائی ښوونځی پورې اړوندې وبللې.
د امر بالمعروف اونهی عن المنكر انجمن اراده لری چې د لازم قانونی اقدام د تر سره كولو په موخه په دې لړ كښې يو رسمی سند تدوين كړی او هيله كیږی چې د طائف د ښوونې او روزنې له ادارې څخه به په دې زمينه كښې لازم تحقيقات وشی.
767256