د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د هند د څانګې د رپورټ له مخې: د هند د علماو د غونډې عمومی منشی سيد كلب جواد نقوی چې په نوی ډيلی كښې ئې رسنيو سره خبرې كولې د نړۍ له مسلمانانو نه وغوښتل چې د بحرين، يمن او ليبيا په شان ځينو عربی هيوادونو كښې دې په خپلو وروڼو باندې د ظلم كيدو په وړاندې چپ كښې نه نی او ټول دې په يو وخت نړيوالې مظاهرې تر سره كړی.
د لكهنو د ښار امام جمعه په دوام كښې د هندوستان له مسلمانانو نه هم وغوښتل چې د بحرين او ليبيا له ولسی پاڅونونو څخه د حمايت په غونډه كښې كومه چې د وری په ١٤ ددغه ښار په سعادب علی خان مقبره كښې جوړيدونكې ده، ښه فعال شتون ولری.
دوی همداراز څرګنده كړه: امريكې او اسرائيلو د مسلمانانو پر خلاف يوه سنجول شوې دسيسه طراحی كړې ده چې په داسې حالاتو كښې د اسلامی هيوادونو مشرانو له په كار دی چې له خپلو ولسونو نه ملاتړ وكړی، نه دا چې د خلكو وينې توئې كړی.
767149