د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين له خلكو او د اسلامی ولسونو له پاڅونونو څخه په ملاتړ كښې د محصلينو او عامو خلكو غونډه د وری په لسمه نیټه په تهران كښې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر په وړاندې جوړه شوه.
په دغه غونډه كښې د امير كبير پوهنتون د علمی پلاوی غړی اقبال شاكری په دې بيان سره چې اسلامی او عدالت غوښتونكی خوزښتونه به بلاخره كامياب شی ووئيل: هغه ولسی انقلابونه به چې په اسلامی هيوادونو كښې رامينځته شوی دی په پائې كښې د سيمې ظالمان او شيخان د تاريخ ډيران ته وسپاری.
دوی د امام خمينی (رح) روڼ اند توب او راتلونكی ته د هغوی ژورې كتنې په اشارې سره زياته كړه: امام ٣٠ كاله مخكښې د اسلامی ولسونو د پاڅون خبره كړې وه او نن سبا د امام د بياناتو غږ د نړۍ په مختلفو سيمو كښې اوريدې شو.
767384