د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی په اسلامی هيوادونو كښې وروستيو پاڅونونو او دې خبرې ته په اشارې سره چې امريكا او لويدیځ تل له بشری حقوقو اوزاری استفاده كوی وويل دليبيا په خلكو ديرش ورځې دديكتاتور معمر قذافی ځواكونو بمارې كولې او امريكا او اروپا يوازې دليبيا دبې ګناه خلكو دوژلې تماشه كوله خو اوس يوازې دخپلو ګټو دتامينولولپاره فعال شوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دې خبرې سره چې د بحرين د خلكو پاڅون له مظلوميته برخور دی وويل امريكا او دبشری حقوقو دملاتړ ادعا كونكو دبحرين دمسلمانو خلكو دځپنې په هكله چپتيا غوره كړی ده .
ايت الله سيد احمد خاتمی دغه راز په ايران كښې داسلامی جمهوريت دورځې كليزې ته په اشارې سره وويل دايران بيلابيلو خلكو دوه ديرش كاله وړاندې داسلامی انقلاب له برياليتوبه پنځوس ورځې وروسته په صندوقونو كښې رایې واچولې او په څه دپاسه اته نوی فيصده رايو سره یې خپل برخليك وټاكه او دايران داسلامی جمهوريت سپیڅلی نظام ټينګيدا ته یې رايه وركړه .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب وويل دداډول پیښې رامينځته كيدل په نړۍ كښې ساری نه لری چې انقلاب رامينځته شی او دنظام دجوړولو كار خلكو ته وسپارل شی او دغه كار يوازې دايران داسلامی جمهوريت نظام ته بيل دی
767579