د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د پوليسو او پوځ له يو شمير قوماندانانو سره په كتنې كښې وويل هغه مبارك حركت چې نن په سيمه كښې پيل شوی دی د ايران د ملت د مقاومت د نتيجې يوه برخه او ميدان ته د توان، ارادې او خپلې خوشحالۍ راوړل دی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د دنيا كابو ټول سياسی كارپيژاندی دا اعتراف كوی چې په مينځنی ختیځ او د افريقا په شمال كښې اوسنی حركت د ايران د ملت د پاڅون له كبله دی.
هغه حضرت د اسكتبار د رعب د ماتيدا او د فلسطين د موضوع په شمول د نړيوالو او سيمه ايزو معادلاتو په بدليدا كښې د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب اغيزونو ته په اشارې سره وويل د سيمې اوسنی حركت د فيصلو، فكرونو او د انګيزو د ډيريدا نتيجه ده چې اوس څرګندې شوی دی او دغه موضوع دايران د ملت او په ايران كښې د پرمختګ د ښو نخښو له كبله ده.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود و فرمايل د ايران اسلامی انقلاب د شجره طيبه په شان ده چې د هغې د دوه ديرش كاله مقاومت ميوې د ايران د ملت د عزت، د اسلامی نظام د سياسی لوړوای، پرمختګونو ، او په بيلابيلو اقتصادی او علمی ډګرونو كښې د پرمختګونو او ټيكنالوژيو او د زور ويونكو قدرتونو په وړاندې نه تسليميدا پورې دوام موندلی او هم دا اوس د سيمې د ملتونو لپاره په يوې بيلګې بدل شوی دی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل په اټومی موضوع كښې استكباری قدرتونو خپل ټول سياسی ، تبليغاتی او اقتصادی توان وكاروه او هڅه یې وكړه چې په جنجال ، دباو او بايكاټ لګولو سره له اټومی موضوع دايران دتيريدا زمينه برابره كړی خو اوس له اتو كلونو تيريدا وروسته ايران د اسكتبار په ټولو دباونو بريالی شوی دی.
هغه حضرت ټينګار وكړ ايران له اسكتباری قدرتونو سره په دوه ديرش كاله جنګ كښې نه يوازې دنړيوال ظالمه نظام زيات غوښتنې ته تسليم شوی نه دی بلكې ايران پرمختګ هم كړی دی او مقابله خوا چې په سر كښې یې ا مريكا ده اوس دتيرو كلونو په نسبت له ماتی او كمزورۍ سره مخامخ شوی ده .
768101