IQNA

د قرآن شريف د سپكاوی په خلاف په افغانستان كې د مظاهرو دوام ‏

18:13 - April 03, 2011
د خبر لمبر: 2099913
نړيواله ډله: د افغانستان له مزارشريف، هرات او كندهار وروسته په ننګرهار او پروان ولايتونو كی هم د امريكا د يوه سپيره پدری ‏په لاس د قرآن پاك د بې احترامۍ په خلاف مظاهرې شوی دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «‏NYTimes‏» ورځ پاڼئ یې نقلوی چې راپورونه وايی چی د ‏افغانستان د ننګرهار پوهنتون محصلينو او د پروان اوسېدونكو هم د امريكايی پادری له خوا د قران كريم د سوځولو پر ضد مظاهرو ‏ته مخه كړې ده. ‏
بايد وويل شی چی وړمه ورځ په مزار، هرات، پروناو كندهار ولايتونوكی هم مظاهرې شوی چی كابو دولس تنه پكې مړه او په ‏لسګونو نور پكې ژوبل شوی دی ‏
د مزارشريف په مظاهره كی د ملګرو ملتو پر دفتر په يوه حمله كی كابو لس بهرنيان او افغانان ووژل شول.‏
راپورونه وايی چی نن د كندهار پوهنتون محصلينو د دوهمی ورځی لپاره بيا مظاهره كړې او د پرونۍ پېښی د عواملو ته د سزه ‏كولو غوښتنه ئې كړې.‏
‏767840‏
captcha