د «Bru Direct» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه آموزشی دوره كښې به چې درې كاله دوام به ولری په شپږو پرله پسې ټرمونو كښې ګډون كونكو ته د قرآن كريم د حفظ رودې ورزده كړې شی او دغه ګډون كونكی به د دغې دورې په پائې كښې د ټول قرآن شريف حافظان شی.
په دغه آموزشی دوره كښې به همداشان ګډون كونكو ته د قرآن د قرائت، د قرآنی مطالعاتو او د عربې ژبې د زده كولو طريقې هم ورزده كړې شی.
مختلف كسان د هغوې عمر او جنسيت ته له توجه پرته د برونائی له دولتی روغتيائی مركزونو څخه د روغتيا د ګواهۍ په لرلو سره د غوی د مياشتې تر لسمې نیټې پورې په دغه آموزشی دوره كښې نوم ليكلې شی.
767979