د «Saphirnews» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه آموزشی دورې چې ددغه ښار په تر ټولو پخوانی جومات «سنت»(Sunna) كښې تر سره كیږی، د اسلامی اصولو او تعليماتو سره د آشنائۍ او بلدتيا په موخه د كاتوليك مدرسو د استاذانو د يوې ډلې د غوښتنې او د هغوې د ګروهنې د څرګندولو په وجه جوړیږی.
له دغو نه د يو معلم په وينا، په كاتوليكو ښوونځيو كښې د مسلمان زده كونكو شتون ته په پام سره له اسلامه د كاتوليكو استاذانو خبريدل او ورسره بلديدل ډير ضروری دی.
د «روبكس» (Roubaix) ښار د اسلامی موسسو مشر رشيد سحری»(Rachid Sahri) ووئيل: د كاتوليك مدرسو معلمانو ته د اسلامی اصولو ورزده كول د دينونو او كلتورونو تر مينځ د خبرو اترو د فرهنګ د پياوړتيا په لړ كښې يو مهم ګام دی.
767876