IQNA

محمد نجار: د هيوادونو په كورنيو چارو كې هیڅكله لاسوهنه نه كوو ‏

22:47 - April 05, 2011
د خبر لمبر: 2101186
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د داخلی چارو وزير د سورئې د وروستيو پیښو په باب وويل د امريكا او د هغې د ملګرو ‏يوه موخه د مقاومت په لومړۍ كرښې كې د سورئې د هوډ او ارادې ماتول دی او دوی نه غواړی د سورئې ملت او حكومت له يو ه ‏بل سره په تفاهم كې تل پاتې ووسی او ګډ ژوند وكړی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمد نجار وويل د اكثريت فيصله بايد د نړۍ په درستو سيمو واكمنه شی ‏او هيله من يوو يوه ورځ راورسیږی چې په امريكا او اروپا كې هم د اكثريت رای او فيصله واكمنه شی. ‏
محمد نجار د فلسطين اود غزې دكلابندۍپر موضوع د سيمې دبدلونونود اغيزو په باب وويل د امريكا او د هغې داروپآئی ملګروموخه ‏د صهونيسټ رژيم ژغورل دی .هغه يادونه وكړه چې امر يكا اودهغې متحدان په يوې نوی دسيسې كې په دې پسې دی چې د اردن د ‏ټآټوبی يوه برخه بيله كړی اودفلسطين د ټاټوبی په نامه هلته يو فلسطينی حكومت جوړ كړی . د ايران داسلامی جمهوريت ‏ولسمشرروښانه كړه بايدحكومتونه اوملتونه هوښياراو ځير ووسی او دوكه ونه خوری مونږ ډاډمن يو چې دملتونو په ویښتيا او ځيرتيا ‏سره به د صهونيسټ رژيم د ژغورنې لپاره وروستی پلان هم كومه نتيجه ورنه كړی . ډاكټر احمدی نژاد د امريكا او اسلامی ايران د ‏اړيكودراتلونكی په باب وويل امريكايان له ايران سره د رابطې په ټينګولو كې يوازې سياسی نمائش كوی ، ځكه د هغوی اصلی ‏فيصله كونكی ترپردې شا صهونيسټی رژيم دی . ‏
د ايران داسلامی جمهوريت د داخلی چارو وزير دغه راز ټينګار وكړ د بشری ټولنې ستونزې د مديريت نشتوالی دی او ټولې فاصلې ‏،توپيرونه ، ګډوډی ، جنګونه ، سپكاوی ،نيواك او زياتره ستونزې پر نړۍ د واكمن مديريت له امله دی . هغه روښانه كړه درې سوه ‏كاله كیږی چې يو مديريت يوازې په مادی نظراو دغه راز يوازې د پانګوالو او جنګ سالارانو د جيبونو د ډكولوپه موخې سره د نړۍ ‏د قدرت او شتمنيو پر مركزونو واكمن دی ‏
‏769027‏
captcha