د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمد نجار وويل د اكثريت فيصله بايد د نړۍ په درستو سيمو واكمنه شی او هيله من يوو يوه ورځ راورسیږی چې په امريكا او اروپا كې هم د اكثريت رای او فيصله واكمنه شی.
محمد نجار د فلسطين اود غزې دكلابندۍپر موضوع د سيمې دبدلونونود اغيزو په باب وويل د امريكا او د هغې داروپآئی ملګروموخه د صهونيسټ رژيم ژغورل دی .هغه يادونه وكړه چې امر يكا اودهغې متحدان په يوې نوی دسيسې كې په دې پسې دی چې د اردن د ټآټوبی يوه برخه بيله كړی اودفلسطين د ټاټوبی په نامه هلته يو فلسطينی حكومت جوړ كړی . د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشرروښانه كړه بايدحكومتونه اوملتونه هوښياراو ځير ووسی او دوكه ونه خوری مونږ ډاډمن يو چې دملتونو په ویښتيا او ځيرتيا سره به د صهونيسټ رژيم د ژغورنې لپاره وروستی پلان هم كومه نتيجه ورنه كړی . ډاكټر احمدی نژاد د امريكا او اسلامی ايران د اړيكودراتلونكی په باب وويل امريكايان له ايران سره د رابطې په ټينګولو كې يوازې سياسی نمائش كوی ، ځكه د هغوی اصلی فيصله كونكی ترپردې شا صهونيسټی رژيم دی .
د ايران داسلامی جمهوريت د داخلی چارو وزير دغه راز ټينګار وكړ د بشری ټولنې ستونزې د مديريت نشتوالی دی او ټولې فاصلې ،توپيرونه ، ګډوډی ، جنګونه ، سپكاوی ،نيواك او زياتره ستونزې پر نړۍ د واكمن مديريت له امله دی . هغه روښانه كړه درې سوه كاله كیږی چې يو مديريت يوازې په مادی نظراو دغه راز يوازې د پانګوالو او جنګ سالارانو د جيبونو د ډكولوپه موخې سره د نړۍ د قدرت او شتمنيو پر مركزونو واكمن دی
769027