IQNA

لاريجانی: د سيمې اسلامی ویښتيا له اسلام دينه د نړيوال استكبار ويره زياته كړی ده ‏

23:00 - April 05, 2011
د خبر لمبر: 2101188
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی وويل د سيمې اسلامی ویښتيا له اسلام دينه د نړيوال استكبار ‏ويره زياته كړی ده.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پارلمان مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی د مسلمانانو او اسلام ‏ضد فيلم د جوړولو لپاره دهالينډ د پارلمان د استازی د فيصلې په باره كښې وويل دغه كار د مسلمانانو له وحدته د صهيونيسټانو او ‏استكبار د وير له كبله دی او ویې ويل په سيمه كښې اسلامی ویښيا د استكبار د اندیښنې سبب شوی ده.‏
ښاغلی لاريجانی په دې خبرې سره چې صهيونيسټ رژيم په هالينډ او ډانمارك كښې فعال شتون لری وويل په هغو هيوادونو كښې ‏چې صهيونيسټان په كښې ډير فعال دی د اسلام سپكاوی ليدل كیږی او دغه سپكاوی د نړۍ د خلكو له ظلم سره د مبارزې او د عدالت ‏غوښتنې د اوج اخستلو او د مسلمانانو خلكو د برياليتوب نخښه ده.‏
د ويلو ده چې دهالينډ د پارلمان سركوزی غړی ويلډرز د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم د سپكاوی ‏لپاره د يوه فيلم جوړولو خبر وركړی دی دا په داسې حال كښې دی چې د مسلمانانو د سپكاوی په جرم په ايمسټرډم كښې د فتنې په ‏نوم د فيلم د جوړونكی ګيرت ويلډرز محاكمه روانه ده.‏
‏768430‏
captcha