IQNA

په فرانسه كښې له اسلامه د ويرولې پر خلاف د اعتراضی غونډې جوړيدنه.

14:44 - April 07, 2011
د خبر لمبر: 2102015
بين المللی ډله: د فرانسې مسلمانانو وړمه ورځ له اسلام څخه د ويرونې د چلن په پراختيا باندې په اعتراض كښې د فرانسې د ميانه روۍ د ښی اړخ د ګوند(UMP) د ودانۍ مخې ته تجمع وكړه.
د «Saphirnews»، د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې راغونډيدنې د اسلام نه د ويرونې د مخالفو ښاريزو (CECI) انجمن په همت بڼه ونيوه.
دغه انجمن په يوه بيانيه كښې اعلان وكړ: په فرانسه په تيره بيا ليون ښار او هم په ټوله اروپا كښې له اسلامه ويرونه او نژادی او نسلی تاؤ تريخوالی د زياتيدو په حال كښې دی، نور نو له اسلامه د ويرونې په هكله هغه هم په پراخه كچه د خبرو اترو د غونډو د جوړولو وخت تير دی، كلونه كیږی چې دغه كار وينو چې له اسلامه ويرونه، هم د خلكو په ورځنی ژوند كښې او هم په حكومتی لومړيتوب كښې په يوې عامې مسئلې باندې بدله شوې ده.
768640
captcha