د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له ايران پارلمان یې نقلوی دغو استازيو وويل نن د نړۍ مسلمانان د عربستان پوځ له اسلامی غيرت او كلتوره يو بې يرخې پوځ بو لی
زمونږ خبريال هم دا راز ليكی د ايران د علميه حوزو مشر د بحر ين د ولس د وژلې په وړاند ې د نړيوالو ټولنو چوپتيا وغندله.
ايت الله مرتضی مقتدايی پّرون د قم په مسجد اعظم جومات كې د علميه حوزو د طلباو د غونډې په ترڅ كې وويل د ال سعود او ال خليفه د عواملو په لاس د بحر ين د خلكو د وژلې په وړاندې د نړيوالو ټولنو چوپتيا محكومه ده .
د عر بستان او اماراتو عسكر په بحرين كې د ولسی مظاهرو په پراخيدا سره د دغه هيواد د رژيم په بلنه او د خلكو د پا څون د ځپلو لپاره د امريكا او د سيمې د ځينو هيوادونو په ملاتړ سره دغه هيواد ته ورغلل .
د ايران د علميه حوزو مشر هم دا راز د اسلامی هيوادونو د مسلمانانو په تيره بيا د بحرين د مظلومو او مسلمانو خلكو له پاڅونه ملاتړ وكړ .
همدا رازاسلامی ايران له ملګرو ملتو وغوښتل د قران كريم د سپكاوی له عا ملانو سره كلك چلند وكړی.
769984