د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس د تهران د دې اونۍ د جمعې لمانځه خطيب وويل په داسې حال كښې چې د سيمې ديكتاتور رژيمونه دامريكا او لويدیځ په ملاتړ سره ازادی غواړی او مسلمان خلك وژنی ولسی پاڅون دوام لری او خلك په خپلو غوښتنو ولاړ دی او مقاومت كوی .
هغه په دې خبرې ټينګار سره چې دامريكا سپينه ماڼۍ دسيمې دديكتاتورو حكومتونو بنسټګره او ملاتړی ده دبحرين دخلكو دپاڅون په تشريح كښې وويل دبحرين دمسلمانو خلكو غوښتنه دازادو انتخاباتو ترسره كول او دښاری حقوقو ترلاسه كول دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب وويل د بحرين حكومت د سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په پوځی ملاتړ سره په خلكو حملې پيل كړی دی او په روغتونونو هم بريدونه كوی
هغه په دې خبرې ډاډ څرګندولو سره چې دسيمې دخلكو پاڅونونه به بريالی شی وويل دسيمې مسلمان خلك د ايران له اسلامی انقلابه په الهام اخستلو سره خپلې لارې ته دوام وركوی .
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام دغه راز دقران مجيد په سوزولو كښې دامريكا دسرزروی پادری ټيری جونز د اسلام ضد او سپكونكی اقدام په غندلو سره وويل د سپكونكی اقدام په وړاندې د امريكا د سپينې ماڼۍ د مشرانو چپتيا دامريكا په شمول په دنيا كښې د اسلامی ارزښتونو له پراختيا دهغوې د ويرې نښه ده .
صيديقی په دوام كښې دايران صنعتی او علمی پرمختګونو ته په اشارې سره يو ځل بيا ټينګار وكړ دايران خلك او حكومت دسوله ايزو هدفونو لپاره له اټومی انرژۍ استفادې كښې هوډمن دی او له اټومی انرژۍ ګټه پورته كول خپل مسلم حق ګنی .
770608