د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د قم د څانګې د رپورټ له مخې: د تقريبی او نژديكت د مطالعاتو د تحقيقتون رئيس حجت الاسلام احمد مبلغی د خبريالانو سره په خبرو كښې په دې هكله ووئيل: دغه كانفرنس به د اوسنۍ زمانې مسائلو او د فقې په وړاندې پرتو ستونزو ته په كتنې او د يو شمير اسلامی هيوادونو د مختلفو مذهبونو د متفكرانو او شخصيتونو په شتوی سره تر سره شی.
حجت الاسلام مبلغی چې په دغه بين المللی كانفرنس كښې د ايران د يوازنی استازی په توګه ګډون كوی يادوونه وكړه: ددغه كانفرنس په چورليزونو كښې اسلامی فقه او د مفاهيمو انقلاب، په متحوله نړۍ كښې د اصولګراۍ اړخونه، كفائی واجبات او د امت فقه، په متحوله نړۍ كښې فقهی ارګانونه، اسلامی فقه او بين المللی معاهدات او ژمنی شاملې دی
770299