د الكوثر خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ميثم لفته الفرطوسی په دې هكله ووئيل: د قرآن كريم سپكاوی كونكی امريكائی پادری ټيری جونز اقدام د يو ترهګرانه كار په منزله دی او هغو كسانو چې د قرآن كريم د يوې نسخې د سوزولو په نسبت ئې چپتيا غوره كړې ده ، په حقيقت كښې ئې د خپل عزت او كرامت د سوزولو په وړاندې چپتيا غورو كړې ده.
دوی زياته كړه: آيا كه چيرې د چا كور او مال و سوزول شی او د هغه عزت او ټاټوبۍ غصب شی نو ددغو كارونو په وړاندې به غلی كښينی؟ نو بس څنګه د قرآن كريم په باب چې له دغو ټولو څيزونو نه زيات مقدس او غوره دی غلی كيدې شی
.ميثم لفته الفرطوسی په دوام كښې په امريكه كښې د قرآن كريم د سپكاوی په وړاندې د اسلامی ټولنو د منصب دارانو، سياستوالانو او فرهنګی پرګنۍ د چپتيا په دوام باندې نيوكه وكړه او د قرآن كريم د يو جلد د سوزولو په اعتراض كښې ئې كوم چې د مسلمانانو د غوصې او كركې او د هغوی د احساساتو د خوږمنيدو سبب شو د مسلمانانو د وحدت او يوزړه توب په ضرورت باندې ټينګار وكړ.
770866