IQNA

د كويت د قرآن كريم په بين المللی مقابلو كښې د ٥٠ هيوادونو د استازيو ګډون.

20:46 - April 10, 2011
د خبر لمبر: 2103580
بين المللی ډله: د ٥٠ هيوادونو د قرآن حافظان او قاريان د كويت د انعام لرونكی د قرآن كريم د حفظ،قرائت، ترتيل او تجويد د بين المللی مقابلو په دوئمه دوره كښې ګډون كوی.
د «الأنباء» ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكناد رپورټ په اساس دغه قرآنی نړيوالې مقابلې د كويت د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت په همت تر سره كیږی او د ٥٠ اسلامی هيوادونو د قاريانو او حافظانو په مقابلو سره د وری د مياشتې په ٢٤ نیټه د چهارشنبې په ورځ پيلیږی او د دغې مياشتې تر ٣١ نیټې پورې به دوام ولری.
په همدې لړ كښې د قرآن كريم د حفظ، قرائت، ترتيل او تجويد د كويتی انعام لرونكو بين المللی مقابلو د دوئمې دورې د اطلاع رسونې كمیټې نن د كويت د شيریټن هوټل په زمرده هال كښې يو خبری كانفرنس تر سره كړ او په دغه غونډه كښې ئې ددغو مقابلو د تر سره كولو جزئيات تشريح كړل.
771592
captcha