د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس هغه دغه راز زياته كړه د ايران پرتمين اسلامی انقلاب په سمیې كې لوی بدلون او انقلاب رامينځته كړ او په سيمې كې ئې ډير سياسی،علمی اوپوځی معادلات بدل كړل .
ښاغلی لاريجانی د دې خبرې په كولوسره چې نن سبا دسلطې نظآم د اسلامی ايران په وړاندې ناكام شوی دی وويل امريكا اودهغې لويدځوال ملګری به ددې جوګه نه وی چې دايران د اسلامی جمهوريت دولسی قدرت په وړاندې ودریږی اوبايدله سيمې پښې سپكې كړی .
دايران داسلامی شورامشر په سيمې كې د صهونيسټ رژيم سلطه اوسياسی او پوځی اواقتصادی توان زياتيدا دلودیځ او امريكا لنډاواوږد مهاله موخې وبللې اوروښانه ئې كړه امريكايانو په سيمې كې خپلو سپيروموخو ته د رسيدا لپاره يوه ملګری ته ضرورت درلود او په همدې خاطر ئې د صهونيسټ له ناروا رژيمه د ملاتړ لپاره خپلې ټوله هڅې كارولی دی
771865