د ايران د قرانی خبری إژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، هغه د عراق د كورنيو چارو د وزارت د كاركونكو په ټول كې د عراق د امينی توانمنيو د ساتلو پر ضرورت په ټينګار سره وويل بايد د پوليسو او امنيتی ادارو فعاليت نورهم زيات شی او د دغه وزارت د بيلابيلو مركزونو او برخو ټوله اړتياوې تامين او امنيتی برياوې هم وساتل شی.
له دې مخكې هم د عراق د حكومت ويندوی علی الدباغ پخپل هيواد كې د امريكائی عسكرو له شتون سره د دغه هيواد د ټولو سياسی ګوندونو او خلكو مخالفت ته په اشارې سره وئيلی چې د بغداد حكومت به په عراق كې د ۲۰۱۱ كال له پای وروسته د امريكائی عسكرو شتون ونه منی.
د بغداد واشنګټن د امنيتی موافقې په اساس امريكائی عسكر بايد د ۲۰۱۱ كال له پای روسته له عراقه پښې سپكې كړی .
773069