د «Arab News» عربستانۍ ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې عبدالله علی بصفر د افريقې د سترې وچې د قرآن د حافظانو او قاريانو له پاره د قرآن كريم د حفظ او تجويد د بين المللی مقابلو د وروستۍ مرحلې د پرانيستې په مراسمو كښې كومې چې د سينیګال په پلازمينه ډاكار كښې د تر سره كيده په حال كښې دی، ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: په دغو مقابلو كښې چې د قرآن د حفظ د نړيوال سازمان له خوا جوړې شوی دی، ٣٣٠٠ كسانو ګډون درلود.
دوی زياته كړه: دغه سازمان همداراز په حاضر حال كښې په مختلفو هيوادونو كښې د قرآنی مطالعاتو مركزونه لری او تر اسه پوره له دغو مركزونو څخه له ديرشو زرو نه زيات كسان فارغ التحصيل شوی دی.
د سينیګال ولسمشر عبدالله واد هم په دغو افتتاحيه مراسمو كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې د سينیګال په خلكو كښې ٩٥ فيصده مسلمانان دی، په سينیګال كښې د دغو مقابلو د دې دورې د تر سره كولو قدرونه وكړه او د اسلامی كانفرنسونو د تر سره كولو له پاره ئې ددغه هيواد د پروګرامونو خبر وركړ.
773186