د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د راپور پر اساس، اايت الله احمد جنتی د تهرا ن د جمعی لمانځه په خطبو كې وويل عر بستان چې حتی د فلسطينی اولس په ملاتړ كې یې يوه ګولې هم ونه لګوله، د بحر ين د مسلمان ولس د وژلو لپاره یې دغه هيواد ته عسكر ورلیږلی دی .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب ايت الله جنتی د منامه حكومت وران كا ريو او د شيعه توب په جرم د بحر ين د خلكو وژلې او ځپلو ته په اشارې سره وويل تر ظلم لاندې اسلامی هيوادونه پاڅيدل او اسلامی ویښتيا يعنی هماغه ښكارنده چې كلونه كلونه ترې غليم ويره درلوده ښكاره شوه .
ايت الله جنتی جوته كړه دښمنانو د سياسی، ټوكميزو او قومی درزونو د رامينځته كولو لپاره په هلو ځلو سره په مسلمانانو حمله كړی ده او درست اسلامی ملتونه بايد په ځيرتيا سره د يوه امت تر بيرغ لاندې وحدت او يووالې پيا وړې ؤسا تی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دوام كې د بحرين د خلكو د وژلې په اړه د ملګرو ملتو سر منشی او امنيت شورا مشر ته د ايران د خا رجه وزارت د ليك قدرونه وكړه .
ايت الله جنتی هم دا راز د سږ كال جهاد اقتصادی نومولو ته اشا ره وكړه او ویې ويل حكومتی ادرې او رسندویې بايد په ډيرې غږ ملتيا سره هڅه وكړی چې د هيواد د اقتصادی ودې په لاره كې هر اړخيزه حركت بڼه غوره كړی
774446.