د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې هندوستان د جمعيت علماې اسلام مشر ښاغلی محمود مدنی په يوې خبری ناستې كې وويل چې په امريكې كې د قران شريف سپكاوې او په فرانس كې په پردې باندې بنديز سره د ټولې نړۍ مسلمانانو زړونو ته درد او غم ورسيد
هغه په جوته كولو سره وويل چې د امريكې سپيره پادرې ټيری جونز له لاس د قران شريف سوځولو كار يو شيطانی كار او تيرې حركت دی او بې شكه د قران پاك په هلكه د داسې اقداماتو سره د قران شريف په لوړاوی كې هیڅ كمی نه راځی. بلكې د هغه مقبوليت كې زياتې راځی.
هغه زياته كړه چې د پردې د ممنوعيت او بنديز په هكله كوم قانون په فرانس كې منظور شو هغه د دموكراسی او جمهوريت په خلاف دی.
773485