د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود زياته كړه ،د ټولنې د سياسی پوهې د زياتيدا، د خلكو لويه ویښتيا او دنړيوالو ارتباطاتو دپراختيا په دليل له نور و ليكنو سره د اسلامی انقلاب په باب تاريخ ليكنه ډير فرق لری .
حضرت آيت ا.. العظمی سيد علی خامنه ای ددغه ډول لوی انقلاب د تاريخ ليكل،دتاريخ ليكنې كيفيت ته دجدی پام ضرورت وباله او روښانه ئې كړه ،د اسلامی انقلاب د تاريخ په ليكنې او ساتنې كې بايد دليكنې ،دوړاندې كولود څرنګوالی او د لومړيتوبونو د ټاكلوكيفيت حتما په نظر كې ونيول شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نورو هيوادونو خلك داسلامی انقلاب د تاريخ نور مخاطبان وبلل او وې ويل د نړۍ خلك زياتره دايران داسلامی انقلاب له تاريخه دقيقه اطلاع نه لری په داسې حال كې چې د دنيا د نورو انقلابونو په باب ډير او جذاب كتابونه ،ناولونه ليكل او ژباړل شوی دی
778122