IQNA

د ایټاليا مسلمانانو د دغه هيواد د پلازمينې په اصلی چوك كښې د جمعې لمونځ تر سره كړ.

14:28 - April 24, 2011
د خبر لمبر: 2111064
بين المللی ډله: د ایټالیۍ د پلازمينې روم ښار مسلمانانو په دغه ښار كښې د جومات د جوړولو د مجوز د نه صادرولو په اعتراض كښې پرون د جمعې لمونځ په «پيازا ونيزيا»(Piazza Venizia) چوك كښې ترسره كړ.
د «algeriesoir» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د روم ښار مسلمانانو د ایټالیۍ د حكومت په سياستونو او د جومات د جوړولو د مجوز په نه صادرولو باندې په اعتراض كښې د جمعې لمونځ ددغه هيواد د پلازمينې په اصلی چوك كښې تر سره كړ.
همداشان لمونځ كونكو د نمونځ كولو نه پس د ایټاليا له دولته وغوښتل چې د اسلام دين دې ددغه هيواد د نورو دينونو په شان په رسميت وپيژنی او د مسلمانو سره دې د دينی تبعيض مخنيوی وكړی.
يو نمونځ كونكی د مطبوعاتو سره په خبرو كښې ووئيل: په يو عمومی ځائې كښې له نمونځ كولو نه زمونږ هدف د مسلمانانو پر خلاف د ایټاليا په سياستونو باندې زمونږ د اعتراض څرګندونه ده، ددې هيواد حكومت تر اوسه پورې د اسلام مبين دين په رسميت نه دی پيژندلی او د روم مسلمانان د نمونځ د ادا كولو له پاره كوم ځائې نه لری.
779134
captcha