د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين سياسی او دينی فعال عالم ښاغلی حجتالاسلام والمسلمين شيخ «ميثم الجمری»، د اايران د قرانی خبری اژانس سره په مركې كې وويل چې د بحرين ديكتاتور رژيم د دغه هيواد د خلكو د وژلې د بندولو لپاره د نړيوالو ټولنو سپارښتنو ته له پام كولو پرته دغه قوانين له چيلنج سره مخامخ كوی .
هغه په دې خبرې سره چې امريكا او اسرايلو دبحرين دخلكو پرضد دسيسه كړی ده وويل دبشری حقوقو په زمينه كښې فعالو خپلواكه نړيوالو موسسو تل په بحرين كښې دبشری حقوقو دخلاف ورزۍ ، دښځو ، كارګرانو، خبريالانو ، او ناروغانو دحالاتو په باره كښې نړيوالو مسولانو او ملګروملتونو ته اطلاعات وركړی دی .
هغه وويل د ملګروملتونو دبشری حقوقو دشورا په راتلونكی غونډې كښې به دبحرين په باره كښې په وړاندې شويو راپورونو غور وشی او احتمال شته په بحرين كښې په خلكو باندې دسختو ترسره شويو تيريو او جنايتونو په باره كښې دتحقيق لپاره بحرين ته دكارپيژاندو داستولو لپاره فيصله وشی .
د تيرې فرورۍ مياشتې په څوارلسمه نیټه دبحرين د خلكو دسوله ايز انقلاب له شروع كيدا راهسې ددغه هيواد په سلګونو خلك دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او د بحرين د پوځيانو او پوليسو په څاروی ډوله حملو او شكنجو كښې وژل شوی او ژوبل شوی .
د بحرين اوسعودی عربستان پوځيانو دغه راز په جوماتونو حملو سره ډير جوماتونه ړنګ كړی او هلته یې قران مجيدونه هم سوزولی دی .
په بحرين كښې دخلكو وژله دامريكا او انګلستان په اجازې سره ترسره كیږی او دغو دوو هيوادونو دبحرين او سعودی عربستان لاسونه خلاص پریښودلی دی چې دبحرين خلك وځپی .
781114