د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د درست ايران د زرګونو كارګرو په ټول كښې د ايران په وړاندې د دښمنانو ناكامۍ او د سيمې مسئلو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د سيمی راتلونكی به د اسلام په لاره كښې د ملتونو د حركت او همت په بركت له ننه ډير ښه وی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران اسلامی جمهوريت ته د ګوزار وركولو لپاره د سلطې د نظام دوامداره هڅو ته اشاره وكړه او زياته یې كړه هغوئ غوښتل د ايران په منزوی كولو سره ، اسلامی نظام د نورو ملتونو لپاره الهام بخښونكی نه شی خو د ايران ملت او اسلامی جمهوريت ته د سيمې د خلكوپه ولسی پاڅونونو كښې ډير پام او درناوی وشو او د امريكا حكومت د سيمې په ملتونوكښې تر ټولو كركجن حكومت دی .
د رهبرۍ ستر مقام په دغه كتنه كښې د خپلی وينا په يوه بله برخه كښې چې د كارګرو دنړيوالې ورځی په درشل كښې وشوه، پرمختګ د ايران د ملت غوڅ او ښكاره برخليك وباله او په اسلام كښې یې د كارګرو ډير مهم مقام ته په اشارې سره یې وفرمايل د اقتصادی جهاد د كال اړتياوو ته د حكومتی او غير حكومتی برخو او خلكو پايبندۍ به په سرلوړی ايران كښې د چټك پرمختګ لامل شی .
هغوئ زياته كړه دښمن په كلتوری، سياسی او امنيتی ډګرونوكښې په دښمنۍ سربيره له اسلام او اسلامی جمهوريت سره مبارزه په اقتصاد متمركزه كړی ده ، په همدې دليل بايد په درست توان او په اخلاص ، فهم ، اوبصيرت په تكیې سره له دښمن سره جهاد او مبارزه وكړو .
782395