د «Bru Direct» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو مقابلو كښې د برونائی د اسلامی ښوونځيو د څلورم نه تر اتم جوماته پورې زده كونكو هلكانو او جينكو په دوو بيلا بيلو ډلو كښې د يو بل سره مقابله وكړه او د داورانو له خوا د هرې ډلې ګټونكی د تفسير د متن د سموالی او صحت د اندازې، د تفسير د روانۍ او د تفسير د رودې په اساس وټاكل شول.
د مقابلو د دې دورې د مقدماتی پړاو د ګټونكو د معرفۍ مراسم د غوی د مياشتې په ٦ تر سره شول او په هغو كښې ددغو مقابلو د مختلفو ډلو د غوره شويو كسانو قدرونه وشوه.
ددغو مقابلو وروستۍ مرحله به د روان كال د غوی په نهمه نیټه تر سره شی.
782282