IQNA

ايت الله خامنه ای: هر هغه اقدام مذموم دی چې د دښمنانو دخوشحالۍ او د دوستانو د خپګان لامل شی

17:09 - April 30, 2011
د خبر لمبر: 2114696
سياسی اوټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود هر هغه اقدام مذموم وباله چې د دښمنانو د خوشحالۍ او جنجال او د دوستانو د خپګان لامل شی او له دغه ډول اقداماتو د ډډې كولو په ضرورت یې ټينګار وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ولايتونو د مركزونو له ښاروالانو او د ولايتونو د لوړی شورا له مشر او غړو سره په كتنه كښې د كليو او ښارونو د اسلامی شوراګانو جوړيدل د ايران د اسلامی جمهوری نظام وياړ او د خلكو د رايو، غوښتنو او ليدتوګو پراساس یې وبللی .
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای شوراګانی يوه مهمه ، حساسه ، ځيره او د ژوری معنالرونكی وبللی او ټينګار یې وكړ په اساسی قانون كښې د كليو او ښارونو د اسلامی شوراګانو د جوړيدو اصل د هيواد د چارو په اداره كولوكښې ډول ډول فكرونو، سلامشورو او ليدتوګو ته د ايران د اسلامی جمهوری نظام د اهميت وركولو نښه ده او دغه موضوع د ارتجاعی او استبدادی نظامونو په مقابل كښې ده .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ټينګار وكړ د ايران د اسلامی جمهوريت وياړ دادی چې له لومړۍ ورځی یې د خلكو غوښتنو، رايو او فكرونو ته جدی پام كړی دی
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په هيواد كښې ددغو شوراګانو په رول او د هغوئ په ساتلو او پياوړتيا په ټينګار سره زياته كړه د شوراګانو په اړه مهم ټكی په دغه ولسی ارګان كښې د هيواد د جغرافيا او دودونو ډول ډول والې ته د ځواب ويلو زمينی دی .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د اسلامی جمهوری نظام وتلی او پياوړی ځانګړنه خپلواكی او هويت وباله او ویې فرمايل ايران د اسلام په بركت سره توانيدلی دی خپل ايرانی هويت وساتی او دغه حقيقت بايد په ټولو ښاريزو چارو او خدماتوكښې وښيی .
783786
captcha