IQNA

د پيغمبر اكرم حضرت محمد مصطفی (ص) د احاديثو د تحقيق او مطالعاتو مركز جوړيدونكی دی.

14:05 - May 01, 2011
د خبر لمبر: 2115247
بين المللی ډله: د عربستان د اسلامی چارو وزير صالح آل شيخ په دغه هيواد كښې د پيغمبر اكرم حضرت محمد مصطفی (ص) د احاديثو د تحقيق او مطالعاتو د مركز د جوړولو له پاره ددغې وزارتخانې د فيصلۍ خبر وركړ.
د «Arab News» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: آل شيخ ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: ددغه مركز د تاسيس پروژه چې احتمالا په جده ښار كښې به وی، په اوس حال كښې د كارپوهانو تر څیړنې لاندې ده او ټاكل شوې ده چې دغه مركز به د ملك فهد نومې د قرآن د چاپولو د مجتمې په شان به جوړ شی.
دوی زياته كړه: د پيغمبر اكرم (ص) د حديثونو د تحقيقاتی مركز جوړول له دې رويه د اهميت وړ دی چې له قرآن نه پس د پيغمبر اكرم (ص) احاديث په اسلام كښې د استفادې وړ له ټولو غوره سرچينه ده او قرآن او حديث په خپلو كښې زيات ارتباط لری په دا ډول چې له يو پرته د بل بشپړ دركول يا ورباندې پوهيدل امكان نه لری.
783566
captcha