IQNA

د امريكې په تنسی ولايت كښې تر ټولو ستر اسلامی مركز جوړيدونكی دی.

14:19 - May 02, 2011
د خبر لمبر: 2115956
بين المللی ډله: د امريكې په تنسی ولايت كښې د تر ټولو ستر اسلامی مركز د جوړيدو كار تقريبا دوه اونۍ مخكښې ددغه ولايت په څلورم غټ ښار چاتانوګا كښې پيل شو.
د «Times Free Press» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه اسلامی مركز د جوړونې له پاره پلاننګ او د بودجې راټول له تير كال نه پيل شوی او ددغه مركز د جوړولو د طرحې چمتو كول له تير اوړی څخه پيل شوی وو او ټاكل شوې ده دغه مركز به د لمونځ له پاره د يو جومات نه علاوه يوه مدرسه او د مسلمانانو له پاره د جانبی فعاليتونو يو مركز هم ولری.
اټكل كیږی چې ددغه اسلامی مركز د جوړولو كار به چې لږ تر لږه د ١٢٠٠ كسانو ځائې به ولری د يو كال په موده او تقريبا د ٢ ميليون ډالرو په لګښت سره پائې ته ورسی.
د چاتانوګا د مديرانو د هيئت غړی بسام عيسی په دې اړه ووئيل: يوې اسلامی مدرسې، د مسلمانو ماشومانو او ځوانانو له پاره د تفريحی مركز او په دغه سيمه كښې د مسلمانانو د عبادت له پاره د يو ځائې اړتيا، ددغه اسلامی مركز د جوړونې له اصلی انګيزو څخه دی.
784349
captcha