IQNA

14:18 - May 02, 2011
د خبر لمبر: 2115962

د سترناكو ميرمنو په بې احترامۍ باندې په اعتراض كښې د فرانسې د مسلمانو ښځو لاريون.

بين المللی ډله: د فرانسې د «مونتروی(Montreuil)» ښار مسلمانې ښځې نن ددغه ښار په اصلی سړكونو كښې په شتون او لاريون سره د ستر ناكو ميرمنو د بې احترامۍ او غبرګون په هكله خپل اعتراض اعلانوی.

د «atlasinfo» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه لاريون كښې چې د (ستر ناكو مائندو) په عنوان سره ترسره كیږی، مسلمانې ميرمنې خپل اعتراض د ښوونځيو د معلمانو له خواد سترناكو او محجبه مائندو او مسلمانو ماشومانو په سپكاوی باندې اعلانوی.
دغه اعتراضی لاريون به نن په سيمه ايز وخت پوره ١٦٠٠ بجې د ښار له اصلی چوك نه پيل شی او په دوام كښې به اعتراض كونكی د ملی آموزش د تحقيقاتو د سازمان په لور حركت وكړی او ددغه دولتی ارګان مخې ته به په راغونډيدو سره خپل شكايت ته د رسيدګۍ غوښتنه وكړی.
784303

captcha