د (Sociorel) د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه دائره المعارف اصلی نسخه له ٢٠٠٣ نه تر ٢٠٠٧ كاله پورې د څه باندې ٩٠٠ بين المللی محققينو په همت د ١٢٤٦ مقالو په شمول په شپږو جلدونو كښې چاپ شوې او د هغه آنلائن نسخه هم د عمومی استفادې له پاره په انټرنیټ كښې ایښودله شوې ده.
په دغه اسلامی دانش ليك كښې په اسلامی او غير اسلامی هيوادونو كښې د مسلمانو ښځو د ژوند په اړه يو شمير مقالې شاملې دی كومې چې د نړۍ د پوهنتونونو د محققانو له خوا ليكلې شوی دی، همداراز د (ښځې او اسلامی فرهنګ) د دانشنامې آنلائن نسخه دا سهولت هم لری چې هر كال به له نويو خپرو شويو مقالو څخه په استفادې سره په دې كښې دوه برخې اضافه كیږی.
785094