IQNA

د اسلامی امداد او مرستې د نړيوال سازمان عمومی غونډه تر سره كيدونكې ده.

14:05 - May 03, 2011
د خبر لمبر: 2116613
بين المللی ډله: د اسلامی امداد د نړيوال سازمان شپږمه عمومی غونډه د روانې ثور مياشتې په ١٥ نیټه په جده ښار كښې جوړیږی
د «SPA» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په هغه مطبوعاتی ناسته كښې چې د غوی په يولسمه نیټه په جده كښې تر سره شوه، د اسلامی امداد د نړيوال سازمان مسئولانو اعلان وكړ چې ددغه سازمان شپږمه عمومی غونډه به د روانې مياشتې په ١٥ د پنج شنبې په ورځ د اسلامی نړۍ د اتحادیۍ د عمومی منشی «عبدالله بن عبدالمحسن التركی» په مشرۍ تر سره شی.
د اسلامی نړۍ په اتحادئۍ پورې د پيئلی دغه سازمان په شپږمه غونډه كښې به د عربستان او د نړۍ د نورو هيوادونو د پوهنتونونو له پوهانو، علماو او استاذانو په شمول د اسلامی امداد د نړيوال سازمان له ٢٠٠ نه زيات غړی ګډون وكړی چې د روان ميلادی كال په اوږدو كښې ددغه سازمان فعاليتونه او برنامې وڅیړی.
همداشان ددغې غونډې تر څنګ به ( د اسلامی شريعت د لوړاوی لارې چارې) په عنوان سره يو كانفرنس هم تر سره شی.
784887
captcha