IQNA

د لندن په اسلامی مركز كښې د ايام فاطميه د نمانځلو مراسم تر سره كیږی.

14:04 - May 03, 2011
د خبر لمبر: 2116615
بين المللی ډله: د ايام فاطميه ماتمی مراسم د روانې اونۍ له پنج شنبې ورځې يعنې د غوی د مياشتې له ١٥ څخه د لندن په اسلامی مركز كښې پيلیږی.
د انګلستان د اسلامی مركز د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم د لندن په اسلام مركز كښې په ځائی وخت له ١٨:٣٠ نه تر ٢٠:٣٠ بجو پورې پيلیږی او تر دريو ورځو پورې به جاری وی.
د انګلستان د اسلامی مركز له شيعه علماو څخه شيخ احمد النجار به په انګليس كښې د ايام فاطميه د ماتم د مراسمو ويناوال وی او د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د خوږو اهل بيتو د مكتب شاعر او مرثيه ويونكی ملا باسم الدراجی به هم د جنت د ميرمنو د سردارې حضرت فاطمه زهرا(سلام الله عليها) په غم كښې مرثیۍ واوروی.
784877
captcha