د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د كردستان د خلكو د استاذو، د شهيدانو د كورنيو، عالمانو او د دغه ولايت د مسئولانو په ولولناك ټول كې د ايران د پرمختګ ملاتړ د دغه هيواد د ملت مسلمانانه، میړنی ژمن او روښانه حركت وباله او وې ويل د ايران نننی حالت د يوه غوره او روښانه راتلونكی ځيری وركوی.
د اسلامی انقلاب معظم مشر روښانه كړه، اوس د ايران د اسلامی جمهوريت نامه او لوړې موخې ئې په ملتونو كې په عظمت او خوږلښت سره يادیږی او اسلامی ايران د ملتونو په زړونو كې لوړ عزت او احترام لری .
دوی په سيمې كې د ايران د اسلامی جمهوريت په لوړ مقام اقتدار او عزت د دښمنانو په اعتراف په استناد سره وويل، د دښمن مافيا او پروپیګنډيزه امپراتورۍ د اسلامی انقلاب له هماغه لومړيو راهسې هر څه ئې چې كولی شول د اسلامی ايران د نظام په ضد ئې پروپیګنډې وكړې خو دغه نطآم په ادعا كې نه بلكې په عمل كې د پرمختګ په لاره كې په خوځښت سره دغه چلولونه او چلينجونه ناكام كړل .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود هم دا راز د كردستان ولايت د علم، ادب هنر، صفا، روڼاندۍ او وفادارۍ ټاټوبی وباله او روښانه یې كړه د ايران ملت په روښانونكی ،میړنی ،له شجاعت ډك دوامدار حركت سره ځان له علمی اړخه تيار كړی
788893