IQNA

17:49 - May 10, 2011
د خبر لمبر: 2120100

مهمانپرست: دوه اړخيزې او سيمه ايزې ملګرتياوې د سيمې ثبات اوامنيت تامينوی

سياسی ډله: زمونږخبريال راپور راكوی د ايران داسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست نن په خبرې كنفرانس كې دسيمې هيوادونوته دايران د خارجه وزير وروستيو سفرونو ته په اشارې سره زياته كړه تهران تل پر دوو اړخيزو او سيمه ايزو ملګرتياؤ تينګار كوی.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی مهمانپرست د بحرين د بدلونونو او د دغه هيواد د بې دفاع خلكو د ځپنې په باب هم وويل د ولس غوښتنو ته پام اصل دی او د هغو خلكو هر ډول ځپل او ورسره تاؤتريخجن چلند چې خپلې غوښتنې په سوله ايز ډول بيانوی سمه خبره نه ده .
د ايران د خارجه وزارت ويندوی د صهونيسټ رژيم د جاسوسی ادارې موساد د پخوانی مشر د هغو څرګندونو په باب چې ويلی ئې دی په ايران د حملې آئیډيا احمقانه كار دی هم وويل، دا چې د صهونيسټ رژيم چارواكی اعتراف كوی چې دغه آئیډياوې احمقانه دی ،د پام وړ ده .
هغه زياته كړه، د صهونيسټی چارواكو څرګندونې د هغې فتنې د القاء كولو لپآره دی چې غواړی په غير مستقيم ډول وښئ د ايران سوله ايز ایټمی فعاليتونه د پوځی موخو په لور روان دی .
ښاغلی مهمانپرست روښانه كړه د ايران ایټمی فعاليتونه په بشپړ ډول سوله ايز دی او د ایټمی انرژۍ د نړيوال آژانس تر څارنې لاندې او د هيواد د ملی حقوقو په چوګاټ كې تعقيبیږی.
هغه هم دا راز وويبل د سيمې د دوو مهمو او اغيز شيندونكو هيوادونو په توګه د مصر او ايران د اړيكو لوړيتا او پراختياحتما د سيمې په پراختيا امنيت او ثبات كې مثبتې اغيزې درلودلی شی او تهران د اړيكو دسوئې د لوړيدا بشپړ هركلی كوی.
789314
captcha