IQNA

21:05 - May 10, 2011
د خبر لمبر: 2120168

په اذربايجان كې د اسلامی ستر او پردې په حمايت كې لاريون تر سره شو

سياسی او ټولنيزۀ ډله: د اذربايجان مسلمانانو د د روانی ميلادی كال د ميئی د مياشتې په شپږمه نیټه د جمعی په ورځ د اسلامی پردې په حـمايت كې د اذربايجان په پلازمينې باكو كې يوه لاريون تر سره كړ.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز interfax یې نقلوی چې د باكو ښاريزو د اسلامی پردې په حمايت كې او په ښوونځو او كالجونو كې ددې په بنديز په خلاف لاريون تر سره كړ.
په دې احتجاجې لاريون كې ګډون كوونكو د اذربايجان د تعليم وزارت ودانۍ مخې ته د پردې د ازادۍ په حق كې شعارونه او نعرې ولګولې.
عينی شاهدين وایې لږه موده پس ځای پوليس دغه لاريون په كلكه دغه خلك وځپل او ځينې یې ونيول او زندانی یې كړل.
788236
captcha