د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې له «lorientlejour» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا نړيوال مركز چې «لقاء(ليدل)» نامه لری د عمان د پاچا «سلطان قابوس بن سعيد» او د لبنان د ولس مشر په مرستې سره جوړ شو.
د شورو په پروګرام كښې، په لبنان كښې د پاپ استازی د دې مركز په شورو كيدو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او ویې ويل: د دې مركز په جوړيدو كښې د عمان د پاچا ګډون به د عمان او د عسايانو د نزديوالی سبب شی، همدارنګ د دينونو او كلتورونو تر مينځ د خبرو نړيوال مركز جوړيدل په لبنان كښې د دې نښه ده چې ولس مشر په دې هكله مثبت نظر لری.
ميشل سليمان د دې مركز جوړيدل د ملی اتحاد په لړ كښې مهم وګڼل.
789832