د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان ال سعود كورنۍ د بحرين د خلكو په وژلو كښې په دغه هيواد كښې له واكمن رژيم سره مالی، سياسی او پوځی مرستې كوی هيله وكړه چې په بحرين كښې جنايتونه زر پاې ته ورسیږی.
ښاغلی ايت الله جنتی دغه راز په ايران كښې د ولايت فقيه د رول په اهميت ټينګار سره وويل ولايت فقيه د ايران د اسلامی جمهوريت د سپیڅلی نظام ستنه ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی ايت الله احمد جنتی په دې خبرې سره چې د ايران دښمانانو له ولايت فقيه څپیړله خوړلی ده او له دې كبله ترې ويریږی وويل د ايران د اسلامی جمهوريت د لوړ رتبه مسولانو په يو زړه توب سره د اسلامی نظام دښمانان ناهيلی شول.
ايت الله جنتی دغه راز د ايران د ملت پر ضد د دښمنيو په باره كښې وويل د ايران پرضد بايكاټونه په ټولو زمينو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د برياليتوبونو سبب شوی دی.
790901