IQNA

22:41 - May 16, 2011
د خبر لمبر: 2123375

د فرانس مسلمانانوو د اسلامی مطالعاتو د موسسې پرانستلو غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: د فرانس د «وال دو مرن(Val-de-Marne)» ښار مسلمانانو د خالی په ورځ د روانی ميلادی مياشتی په څوارلسمه نیټه د اسلامی مطالعاتی موسسې (Ifesi) د بندولو په خلاف يوه احتجاجی لاريون تر سره كړ.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسونې ويب پاڼې «vousnousils» یې نقلوی چې د فرانس په زرګونو ښځو او سړو د پيرس په خوا شا ښار «وال دو مرن(Val-de-Marne)» كې په راټوليدو سره يوه احتجاجی مظاهره وكړه چې په دې مظاهر ه كې مظاهره چيانو د تبعيضی ګرچاړ د بند شی بند شی نعرې ولګولې او د اسلامی مطالعاتی سنټر او موسسې د بنديز په خلاف یې ليك وړاندې كړ.
د ويلو ده چې دا اسلامی مطالعاتی موسسه د بې اعتمادی او بې يقينی حالات پيدا كولو او څه روښانه پروګرام په نه لرلو په وجه د روانی ميلادی مياشتی په اول كې بند شوی ده.
791763
captcha