IQNA

ايت الله خامنه ای: د عدالت اجرا كيدا يوه الهی فريضه ده

21:52 - May 17, 2011
د خبر لمبر: 2124043
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای وفرمايل عدالت په اسلام كښې له حق څخه سرچينه اخستی او د بشری مكتبونو په اپوټه يوه الهی دنده او فريضه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن په ايران كښې د ستراتيژيكو مفكورو په دوهمه غونډه كې عدالت ته د بشری مكتبونو او اسلام د نظر تر مينځ ژور توپير ته په اشاری سره وفرمايل عدالت په اسلام كښې له حقه سرچينه اخستی او د عدالت اجرا كول يوه الهی دنده بلل كیږی، حال دا چې په بشری مكتبونو كښې دغه نظر نشته.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای عدالت د بشر تلپاتی اندیښنه وبلله او ټينګار ېې وكړ دقيقی جاجونې ددی ښودنه كوی چې د عدالت په موضوع د بيلا بيلو پوهانو له نظريو سره سره په دې اړه د الهی دينونو رول بې ساری او استثنايی دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د قرآن مجيد په استناد سره عدالت د الهی دينونو اصلی هدف وباله او ویې فرمايل عدالت د دينونو د ټولنيزو نظامونو هدف او د دين په چوكاټ كښې د بشر حركت دی او د عدالت اجرا ته دغه ټينګ هوډ په هیڅ بشری مكتب كښې نه ليدل كیږی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای همدغه راز جوته كړه د دينی تعاليمو له مخې چې عدالت د ايران په اسلامی انقلاب كښې بې ساری موقعيت لری او د ملت په شعارونو، اساسی قانون، د حضرت امام خمينی (رح) په ليدتوګو او ويناوو او د ايران د اسلامی جمهوريت په ۳۲ كلن ژوند كښې پرې د يوازينې ارزښت په توګه ټينګار شوی دی
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په تيرو دريوو لسيزو كښې د عدالت د اجرا لپاره شوی كارونه مثبت وبلل او زياته یې كړه عدالت بايد د هيواد په بيلا بيلو ډګرونو كښې په ژونديو خبرو اترو بدل شی .
793711
captcha