د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی ښاغلی رامين مهمان پرست وويل د افغانستان ناورين د بهرنيو او امريكايی عسكرو په شتون سره لا سخت شوی دی او تل مو ددغه كړكيچ د حل لپاره چمتووالی اعلان كړی چې سيمه ايزې حل لارې بايد اجنډا وګرځول شی .
د د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی ښاغلی رامين مهمان پرست په وينا په افغانستان كښې د بهرنيو عسكرو شتون افغانانو ته ډير تاوانونه وراړولی دی او نه يوازې ترهه ګرۍ نه ده ختمه شوی ، د نشه ايزو توكو كر او توليد نه دی كم شوی بلكه بيارغونه هم نه ده شوی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی وويل د سيمې هيوادونه په افغانستان كښې د سولی او ثبات په ټينګولو كښې مهم رول لوبولای شی او هره فيصله چې د سيمې له حقيقتونو او شرايطو سره برابره نه وی ښه پايله به ونلری او مونږ د افغانستان وده او پرمختګ غواړو .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی وويل په بيلا بيلوهيوادونوكښې په اسلامی ویښتيا سره له ځينو ديكتاتورانو د ملاتړ او د ځينو هيوادونو د نسكورولو په څير د بحثونو وختونه نور تير شوی دی .
هغه د ايران او سوريی د حكومتونو د نسكوولو په اړه د امريكايی سناتور مك كين د وروستيو څرګندونو په اړه وويل ځينی امريكايی چارواكی داسی خبری كوی چې د دوئ له خولی غټی دی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی د سوريی د حالاتو په اړه هم وويل په بيلا بيلو هيوادونو كښې خلك خپلی غوښتنی درلودلای شی چې بايد ورته پام او په روا ډول تحقق ومومی چې كه غوښتنې یې روا او سوله ايزې وی نو بيا له خلكو سره ځیږ چلند ښه نه دی او دغه چلندونه په بحرين ، يمن او نورو هيوادونو كښې ستونزې لا پيچلی كوی .
مهمان پرست وويل هيوادونه او حكومتونه دې ځير واوسی چې د لويدیځو حكومتونو اوصهيونستانو دسيسې تحقق ونه مومی چې د ځينو هدف پكښې ستر ښودل او د ټولنې په اكثريت د لږكيو د نظر تپل دی .
793388